مشوره ورکول

د ۲۰۱۵ م کال ستراتیژیک پلان پر بنسټ فوکس د خدماتو په لړ کې خپل فعاليتونه له مرکز څخه د افغانستان نورو سيمو ته د تربيتي، مشورتي او تخنیکي ورکشاپونو په بڼه غځوي. په پیل کې موږ دا توان نه درلود چې پراخ پروګرامونه ولرو او د ټولنې غوښتنې پوره کړای شو، خو وروسته مو وکولای شول چې په ولاياتو کې هم پروګرامونه ولرو او خلکو ته ګټورې مشورې ورکړو.
فوکس هر سیمه يیز او ولایتي پروګرام ته د ملي پروسې په سترګه ګوري او دا توان هم لري چې هر وړوکی پروګرام په ملي پروګرام واړوي.په دې لړ کې د فوکس اداره لاندې کارپوهان لري:
۱: دچاپي خپرونو په برخه کې تربيتي ورکشاپونه جوړول
۲: د کلیدي ادارو کارکوونکي روزل
۳: په ټول هېواد کې کلیدي سروې کوونکي روزل
۴: د اجتماعي چارو د استادانو روزل
۵: د لنډ مهاله مشورو له لارې تخنیکي او اداري پروګرامونو پلي کول
۶: د نړیوالو موسسو په همکارۍ له کارپوهانو سره اړیکې ساتل او له هغوی څخه تخنیکي او معنوي مشورې ترلاسه کول.