دماشومانوننګه

څرنګه چې هر سبا نن پيل کېږي، دغه ډول هر ماشوم هم د ژوند په یوه ساحه کې د سبا د مشر په توګه د راتلونکې زمانې مشري په لاس کې اخلي چې ټولنې ته خدمت وکړي. د ماشومانو د ملاتړ او ساتنې لپاره فوکس له نورو مدني ټولنو سره په ګډه کار کوي، غواړي له دې لارې د ماشومانو د خونديتوب لپاره د ټولنې پوهاوی تضمین او يوه داسې چاپېريال ته لاره اواره کړي چې په هغه کې پر ماشومانو تاوتريخوالی نه وي. د فوکس اصلي هدف دا دی چې کورنیو ته د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ناوړه عواقب او پايلې ور وښيي. په دې ډول به کورنۍ نه یوازې دا چې په منظم ډول د خپلو ماشومانه ننګه او ملاتړ وکړي، بلکې هغوی ته به دا جرئت هم ورکړي چې په بېړنيو حالاتو کې څنګه مبارزه وکړي. فوکس له ماشومانو سره په مستقیم ډول هم کار کوي او له دې لارې غواړي هغوی ته هغه عملي لارې چارې ور وښيي چې څه ډول ځان وساتي؟ فوکس غواړي په هره ولسوالۍ کې د ماشومانو د ساتنې لپاره پروګرامونه جوړ کړي، چې په دې لړ کې پربېلابیلو پاليسیو، قوانينو، کړنلارو، بودیجې او ماشومانو د ملاتړ په برخه کې فرصتونه او د دولت مسئوليتونه مشخص کړل شي. فوکس د ( هر ماشوم باید وشمېرل شي) پر شعار باور لري او د دې هدف لپاره پر یوه ځانګړې پروګرام کار کوي چې هر ماشوم ته د ده لومړی حق (د زېږېدنې کارډ) ورکړل شي