دمشرتابه پیغام

ټولو ګډونوالو، همکارانو او د افغانستان په بیارغونه کې بهرنیو مرستندویو ادارو ته!
دا چې له فوکس انکشافي ادارې سره مو لېوالتیا وښوده د زړه له کومې خوښ او کورودانی درته وايم. څرنګه چې افغانستان د تېرو څو لسيزو راهيسې د کورنیو او بهرنیو جګړو په بهير کې سخت وران شوی، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دې تاریخي او ښکلي هیواد په بیا رغونه کې یو بل ته لاسونه سره ورکړو.
يو شاعر وايي چې:
که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي.
که څه هم اوسنی افغانستان له زیاتو ستونزو او کړاونو سره لاس او ګرېوان دی، په تېره بيا د جګړې، سیاسي بې ثباتۍ او بېوزلۍ د افغانانو ژوند ډېر تريخ کړی، خو هیره دې نه وي چې یاد هیواد له پېړیو پېړيو راهیسې د تجارت، هنر، اقتصاد او بیلابیلو کلتورونو او تمدنونو د تقاطع نقطه هم بلل شوې ده. له ټولو نړیوالو ټولنو او بهرمیشتو افغانانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان په بيا رغونه کې فعاله ونډه واخلي. افغانستان د امنیت، اقتصاد، روزګار، زده کړې، روغتيا او ظرفیت په برخو کې ګڼ شمېر ستونزې لري.
د لمر په شان څرګنده ده چې افغانان زیارکښ خلک دي او د بشري قوې په برخه کې تر هر چا پياوړي دي، نو باید د افغانانو له دې قوې څخه د هيواد په بيا رغونه ګې سمه ګټه واخيستل شي. افغانستان باید نور د ډار او وير ټاټوبی نه، بلکې د فرصتونو او امکاناتو په يوه ښه ادرس تبديل شي. که چېرې نړیوال او منور افغانان هوډ وکړي او يو ښه پلان ولري، کېدای شي چې په راتلونکې يوه لسيزه کې افغانستان په سيمه کې له پرمخ تلليو هېوادونو څخه وشمېرل شي. موږ له پخوا څخه د یوه سوکاله، هوسا او پرمختللي افغانستان خوبونه وینو، خو زما په اند اوس د دې وخت رارسېدلی چې کار ته په ګډه لېڅې رابډ وهو او خپلو خوبونو او هیلو ته د حقیقت جامې ورواغوندو.
دا دی په دې لړ کې فوکس انکشافي ادارې ګام پورته کړ او د خپل وس او توان تر بريده مخ پر وړاندې ځي. موږ باور لرو چې مدني ټولنې تر هر سیاسي، قومي او سیمه يیزو ګوندونو اوږد ژوند کولای شي، ځکه چې مدني ټولنې په ولسونو پورې اړه لري، د ولسونو په اراده زېږې، وده کوي او هدف يې هم د ولس خوشالي او نېکمرغي ده.
ستاسو د همکاریو او وړاندیزونو په هیله