زدکړه

فوکس باور لري چې زدکړه د پرمختګ د ملا تير دی، ځکه نو تر ډېره حده پر لومړنيو او اجتماعي زده کړو ټينګار کوي. په دې توګه به موږ وکولای شو چې هر ماشوم (هلک او نجلۍ) ته په لرې پرتو او وروسته پاته سیمو کې د زده کړې لپاره څه نا څه اسانتیاوي برابرې کړو. موږ به د دې ډول زده کړو پر بنسټ وکولای شو چې هغو نجونو ته هم د لومړنيو زده کړو زمینه برابره کړو چې د جنسيتي تبعیض او ناوړه دودونو ښکار شوي دي. د اجتماعي زده کړو دا ډ‌ول پروګرامونه به له هغو ماشومانو سره مرسته وکړې چې د رسمې او منظمو زده کړو لپاره ښارونو ته مخه کوي. پر دې سربېره به دا پروګرامونه د ښوونکو د روزنې او خوندي تعلیمي چاپېریال په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي.
فوکس د لويو زده کوونکو لپاره په دې ډول زمينه برابرولای شي:
تعلیمي سفرونه،په اجتماعي غونډو او بحثونو کې ګډون کول، تیاتر، لنډ مستند فلمونه او په تربيتي ورکشاپونو کې برخه اخیستل.
په راتلونکې کې د لويو هلکانو او نجونو لپاره د یو اجتماعي ټیلي سنټر (د اړيکو مرکز) جوړول چې د تحقيقاتي زده کړو لپاره به ځانګړی شوی وي. دغه ډول فوکس په پام کې لري چې د حکومتي مامورینو، سیمه يیزو مشرانو، ښوونکو او ولسي خدمتګارانو ته د شپې له خوا د زده کړو زمينه برابره کړي چې منطقي او مثبت بحثونه، مناظره او رهبري به يې عمده موضوعات وي. فوکس هڅه کوي چې د نړیوالو موسسو په مرسته د هیوادوالو لپاره د بېلابېلو ټریننګونو زمینه برابره کړي. د فوکس کارمندان د ټریننګونو لپاره د یوه ښه پيشنهادي طرحې جوړول، طرح کول، ازمایل،اصلاح کول او د پلي کولو پوره وړتیا لري. موږ په ملي او سیمه يیزه توګه له اضطراري حالاتو سره د مبارزې، ولس د خونديتوب، جنډر او تاوتریخوالي په اړه په پښتو، درې او انګریزي ژبو پرمختایي ورکشاپونه جوړوو