فوکس له څو مدني ټولنو څخه جوړه يوه شبکه ده چې د بېلابيلو ملي او نړيوالو ادارو تکړه کارپوهان، خبريالان، ليکوالان، پروډيوسران او ايډېټران يې غړيتوب لري لکه د بي بي سي راډيو د تعليمي پروګرامونو ټرېنر ژورناليستان، جنوبي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې (SAFMA) ځينې پخواني غړي، د سيمه ييزو خبريالانو ټولنې او د ژورناليزم د پوهنځي ځينې استادان ورسره همکاري کوي.پر دې سربېره ځينې فرهنګي، علمي، ښځو او ځوانانو ټولنې هم همکاري ورسره کوي. دې ګروپونو او افرادو د تېرو څوارلسو کالو په اوږدو کې د افغانستان بېلابيلو ولايتونو ته سفرونه کړي، مدني ټولنې يې تاسيس کړي، د تشکيلاتو او پروګرامونو په برخه کې يې روزلي او د عدالت غوښتنې په برخه کې يې د هغوی ننګه کړې چې په دې ډول يې له هغوی سره دوستانه اړيکې جوړې شوي دي.
د ۱۳۹۳ ه ش کال د کب د مياشتې پر پنځمه نېټه د دې ګروپونو او افرادو کارونه لا منظم او د (Focus Development Organization) په نوم يې شبکه جوړه او د فعاليت جواز تر لاسه کړ. فوکس شبکې تعليمي چارې، فرهنګي چارې، عدالت غوښتنه، سروې، تحقيق او زده کړه د خپل فعاليت ساحات وټاکل او په کابل کې يې دفتر پرانيست.په لومړي ګام کې يې د سيمه ييزو رسنيو ټولنه جوړه کړه چې په لږ وخت کې يې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې تود هرکلی وشو، ګڼ شمېر سيمه ييزو رسنيو يې غړيتوب ومانه چې ډېری برخه يې راډيوګاني دي. فوکس که څه هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ملي موسسې په نوم پېژندل کېږي او د افغانستان د نافذه قوانينو په چوکاټ کې فعاليت کوي، خو فکر یې نړیوال او د پرمختيايي پروګرامونو په لړ کې نړيوال معيارونه هم په پام کې نيسي.