روغتیا او پاکي:

پاکي اوبه  د روغتیا لپاره ترټولو ضروري عنصر بلل کېږي، خو له بده مرغه چې زموږ په لرې پرتو سیمو کې ډېری خلک له دې طبيعي نعمت څخه بې برخې دي. د دې محروميت په نتيجه کې معمولاً ښځې او ماشومان د ناپاکو اوبو د څښلو له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي. فوکس نه یوازې دا چې هڅه کوي د پاکو اوبو ترلاسه کولو لپاره ژورې څاګانې وکيندي او پر دې څاګانو لاسي بمبې ولګوي، بلکې غواړي چې خلکو ته د اوبو د پاک ساتلو لارې چارې هم وروښيي.