ټولنه او چاپېریال ساتنه

فوکس د ټولنې او چاپېریال ساتنې په  هره هغه ساحه کې فعالیت لري چې د بې ځایه شويو او راستانه شويو کډوالو د ستونزو په حل کې مرسته کولای شي. پر دې سربېره د معلولينو، اقلیتونو، ښځو، ماشومانو او نورو مستحقو کسانو سره د امکان تر حده مرسته کوي. څرنګه چې د طبيعي پېښو له کبله چاپېریال تل یوې عاجلې پاملرنې ته اړتيا لري، نو فوکس له وړاندې لا داسې چمتو شوي پلانونه لري چې له زیانمنو کسانو سره د اضطراري حالاتو پر وخت مبارزه اسانه کولای شي. د دې پلانونو په عملي کولو سره  زیانمن شوي خلک نه یوازې ځانونه ، بلکې ځینې زېرمې او سرچينې هم ژغورلای شي لکه د څښلو لپاره پاکې اوبه، ځنګلونه او زراعتي سرچينې.