زموږ له رضاکار ټيم سره په خدمت کې ونډه واخلئ

څرنګه چې فوکس یوه غیر دولتي او غیر انتفاعي اداره ده، نو تل یې پر رضاکارانو تکيه کړې ده. زموږ ډېری پروژې د رضاکارانو په مټ او مرستې پر مخ ځي. موږ د رضاکارو ځوانانو په درلودلو سره ګڼ شمېر ګټورې تجربې او  برياوي لرو. رضاکار ځوانان په حقیقت کې د فوکس ادارې د ملا تیر بلل کېږي چې تل يې د خپل ولس د خدمت لپاره له کوم امتياز پرته کار ته اوږه ورکړې ده. زموږ رضاکار ټيم نه یوازې دا چې په ساحه کې کار کوي، بلکې زموږ  اداري چارې هم پر مخ وړي لکه له مدني ټولنو سره اړيکي ساتل، تمويلوونکو اداره سره ملاقاتونه او بازار موندنې په برخه کې له موږ سره مرسته کوي. رضاکاران نه یوازې دا چې د  ټولنې د مستحقو خلکو په ژوند کې بدلون راولي، بلکې د ټیم ورک يا ګروپي کار له لارې په بېلابيلو برخو کې د ګڼ شمېر تجربو خاوندان کېږي.

د خپلې خوښې کار او د هغه ګټې:

د خپلي خوښې کار زموږ په ټولنه کې نه يوازې دا چې يو منلی او ګټور دود دی او ټولنه د پرمختګ او هوساينې پر خوا بيايي، بلکې خپله رضاکار ته يې هم ګټه رسېږي، مثلاً رضاکار  اضافي زده کړه او وړتيا تر لاسه کوي. د خپلې خوښې کار  هغه بېړۍ ده چې موږ  له خپلې محدودې ساحې څخه هغې ساحې ته پورې باسې چې زموږ  خوښه ده. په دې اړه حضرت علي (رض) فرمایلي دي: ( داسې ژوند وکړئ چې ګواکي سبا مرئ، خو داسې زدکړه وکړئ لکه تل چې ژوندي پاته کېږئ).نو ويلای شو چې د نويو زدکړو او تجربو  ترلاسه کولو لپاره هيڅ وخت هم ناوخته نه دی.

الف: د خپلې ټولنې برخه وګرځئ!

هېڅ نارینه او ښځينه جزیره نه ده. موږ کله کله  خپل انساني چاپېریال رټلی دی. فرد او ټولنه  سره تړلي او يو له بل څخه نه  بېلېدونکي اړيکي لري او تل یې يو پر بل تکیه کړې ده، خو موږ کله کله په غير شعوري ډول د اصلاح پر ځای له ټولنې څخه تښتو، حال دا چې دا فرد دی چې ټولنه يې جوړه کړې ده.  فرد د رضا کار په توګه  په ډېره اسانۍ کولای شي چې بېرته خپلې ټولنې ته مخه  کړي او یوه پاشلې ټولنه سره راټوله او په یوې متمدنې ټولنې واړوي.

ب: سوکالي او ذهني تسکین:

که دا موضوع په پراخه مانا مطرح کړو، نو رضاکار نه یوازې خپل وخت، بلکې خپله وړتیا او بشري قوې ته هم وده ورکوي.  څرنګه چې د ژوند په هر برخه کې پرېکړه تر ټولو مهم رول لري، دغه ډول د خپلې خوښې کار ته اراده کول هم د يوه قوي عزم ښکارندويي کوي. تاسې به د یوه رضاکار په توګه نه یوازې له امر او کاري فشار څخه خلاص ياست، بلکې  وجدان او ذهن به مو هم ارام وي. ذهني تسکين هغه وي چې د مادياتو پر ځای معنويت مطرح وي. څرنګه چې په رضاکارانه فعاليتونو کې تل د ټولنې خير او ښېګڼه نغښتې وي، نو دا کار خامخا معنويت دی او معنوي فعاليت تل د ذهني تسکين سبب ګرځي. دا رښتیا ده چې په یوه ګل نه پسرلی کېږي او یو فرد نه شي کولای چې ټوله نړۍ ښکلې کړي، خو دا یو ګل د یوې وړې کوټې د ښکلا لامل کېدای شي، نو په پايله کې ويلای شو چې يو فرد په خپله وړه نړۍ کې ستر بدلون راوستلای شي.

د رضاکارانه فعاليتونو په اړه د دې برېښناليک له لارې له موږ سره اړيکې نيولای شئ:

volunteers@focusafghanistan.org